د چارو ادارې لوی رياست او «کندهار د مهاجرينو مؤسسې» ترمنځ تفاهمنامه لاسلیک شوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو د انسجام ریاست او د کندهار د مهاجرينو مؤسسې «KRO» ترمنځ تفاهمنامه د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئيس او ښارواليو چارو د انسجام ریاست د سرپرست مولوي عبدالباقي منصور په شتون کې لاسليک شوه.

په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن دوشنبه «محرم الحرام ۱۴ مه/ زمري ۹ مه» د ښارواليو د انسجام رياست په دفتر کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د ښارواليو د انسجام ریاست د ښاري حکومتولۍ رئيس مفتي محمد يعقوب شرافت د اجنډا له مخې مقدماتي خبرې وکړې.

ورپسې د کندهار د مهاجرينو مؤسسې «KRO» رئيس عبيدالله احمدي وويل؛ موږ د خپلو پروګرامونو په اړه د اسلامي امارت له همکاريو خوښ يو او د هېواد د جنوبي ولايتونو د اوسېدونکو د مشکلاتو په پام کې نیولو سره فعاليت کوو.

د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئيس مولوي عبدالباقي منصور وويل؛ هغه خيريه مؤسسې چې د افغانانو د ستونزو د حل په برخه کې کار کوي؛ اسلامي امارت يې ملاتړ او همکاري کوي او دا خپل مسؤليت بولي.

نوموړي همدا راز د کندهار د مهاجرينو مؤسسې (KRO) څخه وغوښتل چې خپلې چارې په ښه توګه سرته ورسوي او مستحق او بې سرپرسته کورنۍ له پامه ونه غورځوي.

د یادونې وړ ده چې ياده مؤسسه د‌ کندهار د ګڼو ولسواليو سربېره، د ارزګان ټولې ولسوالۍ او همدا راز د هېواد د‌ جنوب يو شمېر نورو ولايتونو کې فعاليت کوي چې د دې تفاهمنامې له لاسليک وروسته به ۷۰ سلنه کورنيو سره بلاعوضه او ۳۰ سلنه نورو کورنيو سره به د کار په مقابل کې د يو کال لپاره همکاري وکړي.