د ازموينو لپاره له مؤثرو او ګټورو ميتودونو څخه استفاده کيږي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو د انسجام معاونيت وارسي کوونکي قاري عبدالولي صديقي د دې ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست سره په همغږۍ، د لوړو زده کړو، ښوونې او روزنې، عامې روغتيا وزارتونو او ازموينو ملي ادارې له استازو سره په غونډه کې وویل چې د ازموينو ملي اداره بايد خپلې چارې د امارتي ادارو په ګټه سرته ورسوي او دا اداره لا پياوړې کړل شي.
د ازموينو ملي ادارې په اړه غونډه د امير المؤمنين حفظه الله د حکم د تحقق په موخه نن دوشنبه ( محرم الحرام ۱۴ مه/ زمري ۹مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې په کې د ازموينو ملي ادارې د فعاليتونو او مېتودونو په اړه نظريات وړاندې شول.
په دغه ناست کې د لوړو زده کړو وزارت معين مولوي محمد حامد حسيب وويل چې؛ که څه هم د ازموينو ملي اداره يو شمېر نيمګړتياوې لري خو په وينا يې چې بيا يې هم په بېلابېلو برخو کې ازموينې تيارې کړې دي چې د اړونده ادارو له فعاليتونو څخه اطمينان ترلاسه کړی دی.
په ورته وخت کې د ښوونې او روزنې وزارت معين الحاج سخاء الله سعيد ټينګار وکړ چې د ښوونې او روزنې وزارت اړوند د معلمينو د ازموينو کومه پروسه چې د ازموینو ملي ادارې ته سپارل شوې ده، بايد په ښه او اساسي توګه يې سرته ورسوي او وړ کسان روزنيزو بنسټونو لپاره وټاکل شي.
همدا راز د عامې روغتيا وزارت ازموينو لپاره د يوې مستقلې ادارې وجود اړين وباله او د ازموينو ملي ادارې د پياوړي کولو غوښتنه يې وکړه.
په غونډه کې د ازموينو ملي ادارې استازي وويل چې اداره يې په بېلابېلو برخو کې د ازموینو د ترسره کولو وړتيا لري او زياته يې کړه چې ياده اداره د کانکور ازموينې په اړه د ځانګړتياوو، د ازموينو د پروسو ساده کولو او د نورو ازموينو په اړه د اسانتياوو رامنځته کولو په هڅه کې ده.
په پای کې د قاري عبدالولي صديقي په هدايت د يادو ادارو له استازو څخه يوه کمېټه تشکيل شوه تر څو د ازموينو پروسې بهير د ښه سرته رسېدو په برخه کې لا نورې پرمختګونه رامنځته شي.
دا جلسه د خير په دعا پای ته ورسېده.