د هديرو په اړه د کابل ښاريانو ستونزو ته د رسېدو لپاره د همغږۍ غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د کابینې او عالي کمېسیونونو چارو د انسجام ریاست، ارشاد حج او اوقافو وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د رياست الوزراء عالي مقام د هدايت په اساس د کابل ښار اوسېدونکو لپاره د هديرو ستونزو د حل په برخه کې د همغږۍ غونډه وکړه.
دغه غونډه چې نن دوشنبه ( محرام الحرام ۱۴ مه/ زمري ۹مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو ورپسې د کابینې او عالي کمېسیونونو چارو د انسجام رئيس قاري عبدالستار سعيد په مقدماتي خبرو کې د اجنډا په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
په غونډه کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئيس مولوي ولي ګل جواد وويل چې د کابل ښاريان په پرله پسې توګه کابل ښاروالۍ ته د هديرو د ځمکو او د مړو د تدفين په اړه شکاياتونه کوي او په وينا يې اړينه ده چې د کابل ښار د ماسټر پلان د تطبيق په پام کې نيولو سره د کابل ښار د هديرو چارې تنظيم شي.
همدا راز په غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري رئيس مولوي عبدالولي حقاني وويل؛ چې حج اوقافو وزارت د کابل ښار د مړو د تدفين په اړه په څلورو بېلابېلو حوزو کې د هديرو لپاره د ځمکې ترلاسه کولو طرحه وړاندې کړې ده چې په اړه يې ډېر پرمختګ شوی دی او پاتې چارې يې تر کار لاندې دي.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې اړونده ادارې دي د کابل ښاريارنو ستونزو ته د رسېدو په موخه له اړوندو مسؤلينو سره موضوع وڅيړي او حل لاره دې د نهايي پرېکړې لپاره د رياست الوزراء عالي مقام ته وړاندې کړي.
دا مجلس د خير په دعا پای ته ورسېده.