د کابینې دویمه غونډه؛ د ښي لاس اشترنګ لرونکو موټرو د پېر او پلور اړوند پرېکړه وشوه

په روان هجري قمري کال کې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دویمه غونډه کې د ښي لاس اشترنګ لرونکو موټرو د پېر او پلور اړوند د ټاکل شوي پلاوي له لوري وړاندې شوې درېیمه پرېکړه له جزوي تغیر سره تایید شوه.

دا پلاوی د تېر هجري قمري کال د کابینې په ۳۴مه غونډه کې د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمدحنیف په مشرۍ د ټرانسپورټي چارو د تنظیم کمیسیون او عدلیې وزارت په ملتیا ټاکل شوی و.

د کابینې دا غونډه چې د ښاغلي رئیس الوزراء‌ الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ وړمه ورځ (محرم الحرام ۸مه/زمري۳مه) وشوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو.

غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کابینې د شوې پرېکړې له مخې چې اقتصادي کمیسیون به د انرژۍ پروژو د اولویت بندۍ چارې د بین الوزارتي کمیسیون په ملتیا پر مخ وړلې، اوس يې پر ځای باید د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ او ستراتېژۍ ریاست ملتیا وکړي.

همدارنګه د کابینې د ۳۱مې غونډې پرېکړې پر اساس د اوزون پوړ د ویجاړونکو موادو په اړه د مونټریال پر پرتوکول د کیګالي تعدیلات په دې ناسته کې تائید شول او بهرنیو چارو وزارت او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ته يې په اړه د اړینو کړنو دنده وسپارل شوه.

د کابینې دا ناسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.