د کابينې ۳۴ مه غونډه؛ د ښي لاس موټرو د پېر او پلور د څرنګوالي موضوع څېړل کيږي

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې په ۳۴مه غونډه کې د اقتصاد سرپرست وزير قاري دين محمد حنيف په مشرۍ د ټرانسپورټي چارو د تنظيم کمېسيون ته دنده وسپارل شوه چې د معاملو د لارښوونو د دفترونو له لارې د ښي لاس اشترنګ لرونکو موټرو د پېر او پلور د معاملاتو د ثبت او څرنګوالي موضوع وڅيړي او پايله دې د تصميم نيونې لپاره د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.
د کابينې غونډه چې د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام په (۱۷مه/ غبرګولي ۱۶ مه) نېټه د ا.ا.ا د رياست الوزراء سياسي مرستيال او کفيل مولوي عبدالکبير په مشرۍ ترسره شوه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې له اجنډا سره سم په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې.
په ناسته کې اقتصادي کميسيون ته دنده وسپارل شوه چې د افغانستان بانک د (APS) چينلونو له لارې د اړونده ادارو بودجې څخه د (۳) افغانيو په بدل کې د غير مالياتي عوايدو راټولولو په اړه د ماليې وزارت غوښتنه وڅيړي او پايله دې د تصميم نيونې په موخه د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.
همدا راز د کورنيو چارو وزارت په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، علومو اکاډمۍ او احصايې او معلوماتو ملي ادارې سربېره د يو شمېر امارتي وزارتونو او ادارو د استازو په ګډون پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د بېلابېلو ادارو په ډېټابيسونو کې د يو شمېر ولسواليو نومونه چې په انګليسي او پښتو کې سره متفاوت دي؛ وڅيړي، حل لاره دې ورته پيدا او د تصميم نيونې لپاره دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.
د کابينې دا ناسته د خير په دعا پای ته ورسېده.