د خصوصي او عامه مشارکت په قانون کې اصلاحات رامنځته کيږي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان پر اساس د ماليې، عامې روغتيا، معدن او پټروليم، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان برښنا شرکت ترمنځ د خصوصي او عامه مشارکت د قانون د اصلاحاتو او تعديل په اړه غونډه وکړه.
دغه غونډه چې نن سه شنبه ( محرم الحرام ۸مه/ زمري ۳مه) د چارو ادراې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پیل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د موضوع په اړه بحث وشو.
د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست مرستيال شريف الله بها د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان پر اساس وويل؛ تصميم لري چې د ياد قانون شکليات بر رسي کړي او په اړه يې نظريات له اړونده امارتي ادارو سره شريک کړي.
د ماليې وزارت د حقوقي بورډ رئيس مفتي عبدالصمد حقاني د خصوصي او عامه مشارکت قانون په اړه وويل؛ په قانون کې بايد داسې اصلاحات او تعديلات راوړل شي چې امارتي ادارې او خلک په کې متضرر نه شي.
همدا راز د معدن او پټروليم وزارت استازي عبدالبصير منصور وويل؛ د خصوصي او عامه مشارکت د قانون د تعديل پر مهال بايد د تخنيکي ابعادو ترڅنګ، شرعي او اسلامي ابعاد هم په پام کې ونیول شي.
په غونډه کې د روغتيا، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان برښنا شرکت استازو هم د موضوع په اړه خپل نظريات وړاندې کړل او په اړه يې بحث وشو.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې اړونده امارتي وزارتونه او ادارې به د ياد قانون د هر اړخيز تحليل او بر رسۍ وروسته خپل نظريات په ليکلې بڼه اړوندې کمېټې ته وسپاري او له هغه وروسته به د نهايي توحيد لپاره د عدليې وزارت ته ولېږل شي.