د چارو ادارې لوی رياست د افغانستان د خلکو د بشرپالنې مؤسسې سره شپږ مياشتنی هوکړه ليک لاسليک کړ

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د ښاروالۍ د چارو د سمون ریاست د ښاري حکومتولۍ رئیس مفتي محمد یعقوب شرافت د افغانستان د خلکو د بشر پالنې مؤسسې سره د هوکړه ليک د مراسمو پر مهال په سختو شرايطو کې د مؤسسو د همکارۍ او مرستې غوښتنه وکړه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن دوشنبه (محرم الحرام ۷مه/ زمري ۲مه) د چارو ادارې لوی رياست د ښاروالۍ چارو د سمون رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د شپږ مياشتو لپاره د (4،091،358) څلور مېليونه، نهه سوه يو زر او درې سوه اته پنځوس افغانيو په ارزښت يوه پروژه چې د خوړو نړيواله اداره يې ملاتړ کوي د (HOPA) مؤسسې لخوا تطبيقيږي؛ لاسليک شوه.
د ښاري حکومتولۍ رئيس د پروژې د تطبيق په اړه د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې په سختو وختونو کې د خپلو خلکو ترڅنګ درېدل او لاسنيوي ته اړتيا ده.
مفتي محمد یعقوب شرافت وویل؛ د ښارواليو چارو د سمون ریاست د ټولو هغو پروژو ملاتړ کوي چې په هېواد کې د کار لپاره زمينه برابروي او د هېواد د ابادۍ سبب ګرځي او همدا راز يې د چارو ادارې لوی رياست د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د افغانستان د خلکو د بشرپالنې مؤسسې استازي وويل چې د دې پروژې هدف يې د بهرنيو مرستو جلبول او له بې وسو خلکو سره مرسته کول دي او د چارو ادارې څخه يې د دې پروژې په تطبيق کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د دغې پروژې له مخې چې د کندهار ولایت په څلورو ناحيو کې به خپل خدمات ترسره کړي، له مخې يې ۷۰ سلنه کونډو، يتيمانو او معلولينو ته نغدي مرسته ده او ۳۰ سلنه خدمات يې ځوانانو ته د کار زمينې برابرول دي.

د ښارواليو د چارو سمون رياست د مرستو د جلبولو لپاره د ادارو په همغږۍ او همکارۍ هېوادوالو ته د کار زمينه برابروي چې تر دا مهاله يې د هېوا په ۷ بېلابېلو ولایتونو کې د ۳۶ ميليونه ډالرو په ارزښت پروژې په پام کې نيولي دي چې تر بشپړېدو پورې به ۷۱ زره کسانو ته د کار زمينه برابره کړي.