د چارو ادارې لوی رئیس د ميدان وردګ سيلاب ځپلو سيمو ته سفر وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د رياست الوزراء عالي مقام د هدايت په اساس تېره ورځ «د محرم الحرام ۶مه/زمري لومړۍ» د ميدان وردګ ولايت سېلاب ځپلو سیمو ته سفر وکړ.

شيخ الحديث مولوي نورالحق انور ددغه ولايت مرکز اړوند بسراق کلي او همدا راز د جلرېز ولسوالۍ تېکانې سيمې سرسنګ چهل کلي له بېلابېلو سېلاب ځپلو ساحو څخه ليدنه وکړه او متاثره شويو کورنيو سره يې غمرازي وکړه.

ښاغلي انور په ياد کلي کې د شهيدانو د جنازو په مراسمو کې برخه واخيسته او متاثره شويو کورنيو ته يې د تسليت ترڅنګ د اسلامي امارت له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړ.

شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د جنازې مراسمو کې دغه صحنه دردونکې وبلله خو په وينا يې چې موږ بايد د غم پر مهال صبر وکړو او الله تعالی له صبر کوونکو سره د جنت وعده کړې ده.

د چارو ادارې لوی رئيس وويل چې د پېښې په اړه اړوند ارګانونه لاس په کار شوي دي او زياته يې کړه چې دا د اسلامي امارت مسؤليت دی چې د سختۍ پر مهال د ولس تر څنګ ودريږي.

د سيمې اوسېدونکو د چارو ادارې لوی رئیس او اسلامي امارت له مسؤلينو څخه مننه وکړه چې د مصيبت په وخت کې د ولس لاسنيوی کوي او په غم کې يې شريکيږي.

بايد وويل شي چې وړمه شپه شاوخوا دوه بجې د ميدان وردګ مرکز او يو شمېر ولسواليو اړوند سيمو کې د سختو سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني تلفات اوښتي.

په دغه پېښه کې تر دې دمه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې ۳۰ تنه شهيدان شوي او ۴۰ نور يې ټپيان او نادرکه شوي دي.

همدا راز شاوخوا ۴۰۰ کورونه او لس موټر زيانمن شوي دي او۲۰۰ څاروي هم تلف شوي دي.