د عوايدو راټولولو په برخه کې ډېرو او اساسي هڅو ته اړتيا ده

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس د ماليې وزارت، اترا ادارې له استازو سره په ناسته کې د اسلامي امارت د خزانې لپاره په شفاف ډول د عوايدو راټولولو ټينګار وکړ.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه (محرم الحرام ۲مه/ چنګاښ ۲۸ مه) د چارو ادارې لوی رئيس په دفتر کې جوړه شوې وه، په کې د ماليې وزير ملا محمد ناصر اخند او د افغانستان د مخابراتي خدماتو تنظيمونکې ادارې (اترا) استازو ګډون کړی و، د ماليې وزارت او اترا ترمنځ د عوايد د راټولولو په اړه خبرې اترې وشوې.
په غونډه کې د يوې کميټې د جوړولو پرېکړه وشوه ترڅو د کرېډيټ کارتونو له لارې جمع کېدونکي عوايد په اساسي او شفافه توګه د اسلامي امارت خزانې ته جمع کړل شي.
په دغه ناسته کې د ماليې وزارت سرپرست وويل؛ هڅې روانې دي ترڅو عوايد په ښه او شفاف ډول راټول شي، همدا راز د اترا ادارې استازو د چارو ادارې لوی رياست څخه وغوښتل چې د کرېډيټ کارتونو د عوايدو راټولولو په برخه کې د اترا ادارې ملاتړ او همکاري وکړي.
د يادونې وړ ده چې تېر کال د اترا ادارې د کرېډيټ کارتونو له لارې د وړم کال په نسبت ۱،۲ ميليارده افغانۍ زياتې راټولې کړې وې.