د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال کندهار ته ولاړ

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي محمد صابر المعتصم باالله د افغانستان اسلامي امارت د کابينې د پرېکړې د تطبيق او جامعه عمر د تعميراتي چارو د ارزونې په موخه د يو پلاوي په مشرۍ کندهار ته سفر وکړ.

د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال چې د کور او ښار جوړونې، ماليې وزارتونو، د افغاني تصدۍ او ملي پراختيا شرکتونو، کندهار ولايت مقام او ددې ولايت ښاروالۍ استازو يې ملتيا کوله، د جامعه عمر د تعميراتي چارو څخه يې ليدنه وکړه او تعميراتي چارې يې وارزولې.

مولوي المعتصم بالله د کندهار والي سره په ليدنه کې دغه ولايت ته د سفر په اړه معلومات ورکړل او ياد سفر يې د افغانستان اسلامي امارت کابينې د پرېکړې د تطبيق په موخه وباله او زياته يې کړه چې ياد پلاوي تر دې وړاندې په غزني کې د اسلامي ثقافت له مرکز څخه ليدنه وکړه او دا دی اوس يې کندهار ته د جامعه عمر د تعميراتي چارو څخه د ليدنې په موخه سفر وکړ.

همدا راز يې د بلخ ولايت د قوشتېپې کانال پروژې د څلورم فاز د نظارت په اړه هم خبرې اترې وکړې، د کندهار والي ملا محمد علي حنفي د چارو ادارې لوی رياست د فعاليتونو د ستاينې ترڅنګ د چارو ادارې له لوري د قوشتېپې کانال، د غزني اسلامي ثقافت مرکز او د کندهار د جامعه عمر د جوړونې په اړه ددې ادارې اقدامات وستایل.