د امارتي ملکيتونو د تثبيت، تعين او حدودو تشخيص په اړه غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د ودانيو ساتنې او څارنې رياست په مشرۍ د رياست الوزراء عالي مقام د حکم د پلي کېدو په موخه د امارتي ملکيتونو د تثبيت، تعين او حدودو تشخيص په اړه غونډه وشوه.

دغه غونډه چې نن دوشنبه «ذوالحجة الحرام۲۹ مه/چنګاښ ۲۶ مه» د چارو ادارې لوی رياست د تعميراتو د ساتنې او څارنې رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو.

ورپسې د چارو ادارې لوی رياست د ودانيو ساتنې او څارنې رئيس مولوي محمد يوسف سعد پخپلو خبرو کې د رياست الوزراء عالي مقام د ياد حکم په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

په دغه ناسته کې چې د کورنيو چارو، ماليې، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او کابل ښاروالۍ استازو هم ګډون کړی و، د امارتي ملکيتونو د برخليک په اړه هر اړخيز بحث وشو.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د چارو ادارې لوی رياست اړوند هغه ملکیتونه چې اوس د نورو امارتي ادارو په تصرف کې دي، د يوې منظمې کړنلارې له مخې بررسي شي او د تثبيت، تعين او تصفيې چارې يې پرمخ يووړل شي.

همدا راز په دې لومړنۍ غونډه کې د يادې موضوع په اړه د اړتيا په صورت کې د نورو غونډو په جوړولو توافق وشو او دا مجلس د خير په دعا پای ته ورسېده.