د چارو ادارې مالي او اداري معاون غزني ولایت ته سفر وکړ

د چارو ادارې مالي او اداري معاون الحاج محمد صابر المعتصم بالله نن شنبه د (ذوالحجه الحرام ۲۶مه/ د سرطان ۲۴) د اسلامي ثقافت مرکز د ارزونې په موخه د یو تخنیکي ټیم په ملتیا غزني ولایت ته سفر وکړ.
المعتصم بالله د غزني ولایت له والي او سکتوري رئیسانو سره ددې ولایت په مقر کې وکتل او د اسلامي ثقافت مرکز د تخليې پلان په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
مالي او اداري معاون خپل هدف له دې سفر څخه د اسلامي امارت د کابینې د مصوبې تحقق یاد کړ او د غزني والي او د نورو سکتوري ریاستونو څخه چې په دې ځای کې ځای پر ځای دي وغوښتل تر څو د کابینې د مصوبې په عملي کولو کې همکاري وکړي.
وروسته د غزني ولایت والي حافظ محمد امین جان عمري د افغانستان اسلامي امارت له رهبرۍ په ځانګړې توګه له چارو ادارې مننه وکړه او د غزني ولایت د ادارو په استازیتوب یې ژمنه وکړه چې د کابینې د مصوبې په تحقق کې به اړین اجراات ترسره کړي.
مالي او اداري معاون چې ورسره د غزني والي او د سکتوري ادارو رئيسانو ملتیا کوله د اسلامي ثقافت مرکز له تعمیراتو او تاسیساتو څخه کتنه ترسره کړه، او مسئولینو ته یې لازم هدایات ورکړل.