د چارو ادارې لوی رئيس؛ د پانګوالو لپاره له رامنځته شوي فرصت نه بايد ښه استفاده وشي

د امام ابوحنيفه(رح) دويم ملي نندارتون نن يکشنبه (ذوالحجة الحرام ۲۷ مه/ چنګاښ۲۵ مه) په کابل کې پرانستل شو چې په کې د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر، د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور، د کابينې غړيو او يو شمير لوړ پوړو امارتي مسؤلينو برخه اخيستې وه.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نور الحق انور وويل چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره په امنيتي او اقتصادي لحاظ غوره فرصت رامنځته شوی دی او بايد چې له دې فرصت نه ښه استفاده وشي.
نوموړي وويل چې د اسلامي امارت په رهبرۍ کې اوس داسې څوک قرار لري چې د ملت له منځه راپورته شوي دي او د ولس له هر مشکل څخه خبر دي چې اوس يې د حل لپاره اقدامات ترسره کيږي.
شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل؛ نورو ته په انتظار بايد خپل وخت ضايع نه کړو او په وينا يې چې له بل چا څخه د تمې کولو په ځای بايد خپله هڅې وکړو او پخپل همت کولی شو يوې نتيجې ته ورسېږو.
ښاغلي انور نړيوالو پانګوالو ته په اشاره وويل چې اسلامي امارت د خپلې پاليسۍ له مخې ژمن دی؛ ترڅو هغه امتيازات چې ملي پانګوال ته يې ورکوي، نړيوالو پانګوالو ته هم ورکړي.
نوموړي افغانستان د فرصتونو خاوره وبلله او په نړيوالو پانګوالو يې غږ وکړ ترڅو په بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د امام ابوحنيفه (رح) دويم ملي نندارتون چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري جوړ شوی، په کې د ترکيې، ترکمنستان، ايران او پاکستان هېوادونو سفيرانو او د اروپايي اتحاديې استازو هم ګډون کړی و.
دغه نندارتون چې په کې د هېواد د سلګونو بېلابېلو کورنيو او بهرنيو شرکتونو توليدات نندارې ته وړاندې شوي دي، تر اوو ورځو به دوام وکړي.