د کابینې ۳۶مه غونډه: له زرهي وسایطو د ګټې اخیستنې موضوع څېړل کېږي

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۳۶مه غونډه کې د نورو پرېکړو تر څنګ له زرهي وسایطو ګټه اخیستل او د وسلو ګرځولو د جواز د ورکړې څرنګوالي د څېړلو لپاره پلاوی وګمارل شو.
دغه پلاوی چې د کورنیو چارو وزارت يې مشري کوي، د ملي دفاع، اقتصاد او مالیې وزارتونو، سترې محکمې، د استخباراتو، د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تعقیب او نظارت او همدارنګه د ریاست الوزراء‌ د ساتنې لویو ریاستونو استازي پکې برخه لري، د يادې موضوع د تنظیم او سمون په اړه به خپل نظر په کابینه کې شریکوي.
دغه ناسته چې د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په دوشنبه (۲۲ذوالحجه/۱۹سرطان) دایره شوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو.
د کابینې په دې ناسته کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د هلمند، ارغنداب او نورو لویو سیندونو له اوبو څخه د ګټې اخیستنې په اړه د پخواني ګمارل شوي پلاوي د راپور ټول اړخونه وڅېړي او پایله دې يې د تصمیم په موخه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
همدارنګه د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون ته هم له پورتني پلاوي سره د همکارۍ دنده سپارل شوې ده.
د کابینې دې غونډه کې د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر له ځنګلونو، نورو ولایتونو ته د سون وړ وچو لرګو پر انتقال هم بحث وشو او د خیر په دعا پای ته ورسېده.