د عامه تدارکاتو د لا ښه والي او ظرفيت لوړونې په اړه مشورتي غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست له لوري د وزارتونو او امارتي ادارو ترمنځ د عامه تدارکاتو د لا ښه والي او ظرفيت لوړونې په اړه مشورتي غونډه وشوه.

دغه غونډه چې نن چهارشنبه «ذوالحجة الحرام ۲۴مه/ چنګاښ ۲۱ مه» د ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالار کې د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ جوړه شوې وه؛ پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل چې د تدارکاتي چارو د لا سمون او ښه والي لپاره لازمه ده چې په دې برخه کې لا همغږي او پوهاوی رامنځته شي‌.

ښاغلي انور تدارکات د نظام يو مهم ارګان وباله او زياته يې کړه چې د اسلامي امارت له لوري چې چاته مسؤليت ورسپارل کيږي، لازمه ده چې په اړونده برخه کې وړتياوې او مهارتونه ترلاسه کړي.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رئيس قاري عبدالولي صديقي په تدارکاتي برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو او پرمختګونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې هڅې روانې دي چې تدارکاتي سيستم ټول الکترونيکي شي چې له امله به يې ډېرې‌ نورې اسانتياوې او په تدارکاتي بهير کې لا شفافيت رامنځته شي.

همدا راز په غونډه کې د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ استاد ذبيح الله ميوند د ياد انسټیټیوټ د فعاليتونو په اړه پرېزنټيشن وړاندې کړ او په تدارکاتي چارو کې د ظرفيت لوړونې په اړه یې د روزنيزو پروګرامونو د جوړولو لپاره له خپل لوري چمتووالی وښود.

تر دې وروسته د وزارتونو او امارتي ادارو د تدارکاتو رئيسانو او استازو د تدارکاتي کارکوونکو مسلکي ظرفيت لوړونې او تدارکاتي چارو د لاښه والي په اړه خپل وړانديزونه، نظريات، ستونزې او مشکلات شريک کړل او د حل غوښتنه يې وکړه.

دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.