صعب العلاجه ناورغانو ته پاسپورت اخیستو کې اسانتیا برابرېږي

صعب العلاجه ناروغانو ته د پاسپورتونو اخیستو په موخه د اسنادونو د طی مراحلو په برخه کې د اسانتیا برابرولو لپاره د چارو ادارې لوی ریاست د نظارت او ارزیابی ریاست له لوري او د عامې روغتیا، کورنیو چارو وزارتونو او د چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ادارې استازو په ګډون نن (ذولحجه الحرام ۲۱/ د سرطان ۱۸) غونډه جوړه شوه.
د قرآن کریم له تلاورت وروسته د چارو ادارې د نظارت او ارزیابي رئیس محمدا ګل کوچي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د صعب العلاجه ناروغانو د اسنادو د تصدیق او تایید په څرنګوالي، د سهولتونو برابرولو، د مریضانو د اسنادو د طی مراحلو او د پاسپورت اخیستو لپاره د اسنادو د پروسو د ساده کولول په اړه نظرونه تبادله کړل.
د عامې روغتیا د صحي قوانینو د بررسۍ رئیس مولوي محمود الله زاهد د اړونده ادارو تر منځ اعتماد جوړونه او همغږي اړینه وبلله او همدارنګه مولوي عارف الله د پاسپورت ریاست په استازیتوب وویل، له خلکو مو هیله دا ده، چې د هغو ناروغیو لپاره چې هېواد کې یې علاج کېږي پاسپورت ریاست ته مراجعه ونه کړي او د کار تراکم ډېر نه کړي.
غونډه کې پرېکړه وشوه ترڅو د عامې روغتیا وزارت د صحي قوانیونو د بررسۍ ریاست په مشرۍ او د پاسپورت عمومي ریاست او د اداري پروسو د ساده کولو ریاست په استازیتوب دې کمېټه د صعب العلاجه ناروغانو لپاره یو نوی فورم جوړ او راتلونکوې غونډې ته وړاندې کړي.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده