د روغتيايي ستونزو د حل کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ معاونيت په مشرۍ د عدليې او عامې روغتيا وزارتونو، خوړو او درملو ملي ادارې او د افغانستان طبي شورا ترمنځ په هېواد کې د روغتيايي ستونزو د حل په اړه دوهمه نوبتي غونډه وشوه.
دغه غونډه چې نن دوشنبه (د ذوالحجة الحرام ۸مه/ چنګاښ ۵مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې ددې ادارې د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب په مشرۍ جوړه شوې وه؛ پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو.
په غونډه کې د روغتيايي سکتور د قوانينو د بياکتنې، په خصوصي روغتونونو کې د ډاکټرانو، معايناتو، ناروغ د بستر او نورو خدماتو په مقابل کې د لوړو فيسونو د قيمتونو د کنټرول او همدا راز په ځينو امارتي او خصوصي روغتونونو کې د نظافت نه مراعت په اړه کمېټې خپل ګزارشونه او وړانديزونه شريک کړل.
همدا راز په درملتونونو کې د درملو د نرخونو په کنټرول، له امارتي روغتونونو څخه شخصي لابراتوارونو ته د معايناتو د لېږد، د رسمياتو پر مهال شخصي معاينه خانو ته د تګ او د خدماتو په برخه کې د واسطو د مخنيوي په اړه ګزارشونه او وړانديزونه وړاندې شول.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د يادو ستونزو د حل لپاره به له اړونده ارګانونه سره موضوعات شريک شي او په اړه به يې لازم اقدامات وشي او همدا راز د روغتيا په برخه کې د شته ستونزو د دايمي حل لپاره د کميټې د نورو غونډو په جوړولو توافق وشو.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.