د ملي تدارکاتو رئيس؛ د سوداګرو د ستونزو حل لپاره عملي ګامونه پورته کيږي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رئيس قاري عبدالولي صديقي د سوداګرۍ خونې له مرستيال محمد يونس مومند سره د سوداګرۍ اړوند مسائلو په تړاو خبرې وکړې.
دغه غونډه چې نن شنبه (ذوالحجة الحرام ۶مه/ چنګاښ۳ مه) د قاري عبدالولي صديقي په کاري دفتر کې جوړه شوې وه، د سوداګرو د فعالیت، لاسته راوړونو او ځینو ستونزو په اړه خبرې وشوې او په دې برخه کې، په نورو غونډو جوړولو او دوامداره همغږۍ او همکارۍ ټينګار وشو.
په غونډه کې د سوداګرۍ خونې مرستيال محمد يونس مومند له اسلامي امارت څخه وغوښتل ترڅو خارجي مرستندویه مؤسسې وهڅول شي، چې په افغانستان کې په بېوزله کورنيو توزيع کېدونکي خوراکي توکي د افغانستان په داخل کې وپېري.
ښاغلي مومند وويل چې په کور دننه سوداګر کولی شي چې د افغانستان په داخل کې خارجي مؤسسو ته خوراکي توکي د نورو هېوادونو په نرخونو باندې ورکړي.
په دغه ناسته کې د ملي تدارکاتو رئيس قاري عبدالولي صديقي د سوداګرۍ خونې مرستيال ته ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې اسلامي امارت د نورو هېوادوالو د ستونزو حل په څېر د سوداګرو د ستونزو حل ته ژمن دی او په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کوي.
په مجلس کې په کور دننه د سوداګرۍ د پراختيا په اړه د همغږۍ او همکارۍ او د نورو غونډو په جوړولو ټينګار وشو او دا مجلس د خير په دعا پای ته ورسېده.