د روغتيايي خدمتونو ستونزو ته د حل کمېټې خپلمنځي غونډه وکړه

روغتيايي ستونزو ته د حل کمېټې خپلمنځي غونډه چې د چارو ادارې لوی رياست د نظارت او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب په مشرۍ جوړه شوې وه؛ د کابل طبي پوهنتون، ماليې وزارت، د افغانستان طبي شورا، عامې روغتيا وزارت او د خوړو او درملو ادارې استازو هم په کې ګډون کړی و.
دغه غونډه چې نن پنجشنبه (۲۶ ذوالقعدة الحرام/ ۲۵ غبرګولي) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې له اجنډا سره سم په مختلفو موضوعاتو بحث او نظريات وړاندې شول.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د نظارت او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب وويل؛ دغه کمېټه د رياست الوزراء عالي مقام په هدايت جوړه شوې ده ترڅو په امارتي او خصوصي روغتونونو کې د روغتيايي خدماتو په برخه کې د عرايضو د معاونيت له لارې ترلاسه شويو شکایتونو ته رسيدنه وشي.
نوموړي همدا راز زياته کړه؛ د چارو ادارې لوی رياست د نظارت او ارزيابۍ رياست د عامې روغتيا وزارت په همغږۍ ۲۲ بابه امارتي او خصوصي روغتونونونه ارزيابي کړي دي او ګزارش يې د افغانستان اسلامي امارت له عالي مقام سره شريک کړی دی.
په ورته وخت کې د ستونزو د حل او خلکو ته ښو روغتيايي خدماتو په اړه د اړوندو ادارو استازو خپل نظريات او وړانديزونه د عملي کېدو په موخه دغې غونډې ته وړاندې کړل.
د کمېټې په دې لومړنۍ غونډه کې، د کمېټې مشرتابه او غړو له عدليې وزارت سره په همغږۍ، په خصوصي روغتونونو کې د ډاکټرانو د فيسونو، معايناتو او بسترۍ د قيمتونو، په روغتونونو کې د نظافت د نه رعايت او يو شمير نورو موضوعاتو بحث وکړ.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د کمېټې غړي او مرستندويه ادارې دې د کميټې کاري کړنلاره جوړه او په راتلونکې غونډه کې د کمېټې د چارو د عملي پيل په اړه شريکه کړي.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.