مولوي سیف الدین تائب؛ د افرادو تغیر او تبدیل د نظام د لا ښه فعالیت په موخه کېږي
د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ معاون مولوي سیف الدین تائب د دې ادارې د دفتر، ملي تدارکاتو، له اداري فساد سره د مبارزې او د ساتنې او مراقبت رئيسان رسما معرفي کړل.
نن یکشنبه د ذوالقعده الحرام ۱۵مه د جوزا ۱۴مه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان د تطبیق په موخه چې د چارو ادارې د دفتر رئیس، د ملي تدارکاتو رئيس، د ساتنې او مراقبت رئيس د پالیسۍ او استراتیژۍ ریاستونو د رئیسانو د تقررۍ او تبدیلي په اړه وه، د دې ادارې د غونډو تالار کې مراسم ترسره شول.
په دې مراسمو کې د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ معاون په نظام کې تغیر او تبدیل یو اصل وګاڼه او ویې ویل چې تغیر او تبدیل په اداره کې په نظام کې ښه کارکردګۍ او اصلاح بیان کړ.
مولوي تائب د قاري عبدالولي صدیقي او مولوي عبدالباقي منصور د دې ادارې د دفتر او د ملي تدارکاتو پخوانیو رئیسانو ښه کارکردګي یاد کړه او هغوی یې پرکاره او اسلامي امارت د اعتماد وړ شخصیتونه یاد کړل.
د ملي تدارکاتو پخواني رئیس مولوي عبدالباقي منصور د اسلامي امارت له اعتماد څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د نظام په تقویه کې به لا ډېره هڅه وکړي.
د چارو ادارې لوی ریاست د دفتر پخواني رئيس قاري عبدالولي صدیقي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر بنسټ د ملي تدارکاتو د رئیس په توګه ټاکل شوی، د خپلو فعالیتونو، په ځانګړې توګه په خپل وخت د اسنادو د طی مراحل کولو په برخه او د ریاستونو تر منځ د اعتماد د فضا جوړولو کې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر بنسټ د سندونو او اړیکو ریاست د شکایاتو د اوریدو او عرایضو پخوانی معاون مولوي محمد یوسف سعد د ساتنې او مراقبت رئيس، مولوي اسلام الدین د پالیسۍ او استراتیژۍ رئیس په توګه ټاکل شوي دي چې د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ معاون له لوري رسما معرفي شول.
دغه غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شوې وه د خیر په دعا پای ته ورسېده