مولوي سيف الدين تائب؛ د ماليې وزارت رهبري د ښه فعاليت پرمټ له توقع لوړ خدمات ترسره کړي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب د ماليې وزارت د نوي سرپرست وزير او معينانو د معرفۍ په غونډه کې ګډون وکړ.
دغه غونډه چې نن شنبه (ذوی القعدة الحرام ۱۴ مه، غبرګولي ۱۳ مه) د ماليې وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال، د ماليې پخواني سرپرست وزير ملا هدايت الله بدري، د کرنې او مالدراۍ سرپرست وزير مولوي عطاء الله عمري او يو شمير نورو مسؤلينو برخه اخيستې وه.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال د دې وزارت د پخواني سرپرست وزير ملا هدايت الله بدري فعاليتونه وستايل او زياته يې کړه چې نوموړي په سختو حالاتو کې د ښه مديريت او فعاليت پرمټ د عوايدو ملي خزانه تقويه کړه، د بوديجې د کسرات يې کم کړل او په مالي برخه کې يې له توقع لوړ خدمات ترسره کړل.
همدا راز په غونډه کې د ماليې وزارت پخواني سرپرست ملا هدایت الله بدري په خپلو خبرو کې په امارتي ادارو کې تغير او تبديل يو اصل وباله او په ماليې وزارت کې يې د خپلو فعاليتونو، شفافيت، فساد د مخنيوي او د نړيوالو اقتصادي بنديزونو سره يې د مبارزې په ترڅ کې د خپلو فعاليتونو پرمخ وړلو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
په غونډه کې د ماليې وزارت نوي سرپرست وزير ملا محمد ناصر اخند هم په مالي برخه کې د ښاغلي بدري د خدماتو ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې موږ به د نوموړي له تجربو او مشورو څخه په استفاده خپلې چارې پرمخ وړو او همدا راز يې د ماليې وزارت له مسؤلينو او کارمندانو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
بايد وويل شي چې ملا محمد ناصر اخند تر دې وړاندې د ماليې وزارت د عوايدو او ګمرګاتو معين و چې د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان په اساس د ماليې وزارت د سرپرست په توګه او د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معين ملا عبدالقاهر ادريس د دې وزارت د عوائدو او ګمراتو د معين په توګه او د افغانستان بانک پخوانی دوهم مرستيال حاجي عبدالقدير احمد د ماليې وزارت د مالي معين په توګه وټاکل شول.
دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه د خير په دعا پای ته ورسېده.