د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس؛ اسلامي امارت د وعدو پر ځای عملي ګامونه پورته کوي

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د افغانستان د خپرندويه ټولنو اتحاديې له استازو سره وليدل او د هغوی ستونزې يې واورېدې.
په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن سه شنبه ( ذوالقعدة الحرام ۱۰مه/ غبرګولي ۹مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالاره کې جوړه شوې وه؛ پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مرستيال نورمحمد حيدري ددې رياست د فعاليتونو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د افغانستان د خپرندويه ټولنو اتحاديې رئيس استاد سيد احمد سعيد په هېواد کې د ناشرانو ستونزې وړاندې کړې او له اسلامي امارت څخه يې د حل غوښتنه وکړه.
ښاغلي سعيد خپرندويه ټولنو ته د جواز د ورکړې، مالياتو زياتوالي، د کتاب پلورنې لپاره د مناسب مارکېټ نه شتون، له افغانستانه بهر د کتابونو چاپ او داسې نور مسائل د خپرندويه ټولنو او کتاب پلورنکو عمده ستونزې يادې کړې او له اسلامي امارت څخه يې د حل غوښتنه وکړه.
همدا راز د پلاوي غړو له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې په هېواد کې د مطالعې فرهنګ د پياوړتيا په موخه د هېواد په ټولو ولسواليو، امارتي او خصوصي ښوونځيو کې عامه کتابتونونو جوړول لازمي کړي، ترڅو د ټولنې هرې برخې ته کتاب ورسيږي او عامه افکار روښانه شي.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د خپرندويه ټولنو اتحاديې استازو د خدماتو ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې ستونزو د حل لپاره به يې عملي ګامونه اخلي.
نوموړي په دغه غونډه کې د کابل ښار کلوله پشته تاريخۍ کلا کې د يو عامه کتابتون د پرانستلو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې اسلامي امارت د وعدو په ځای عملي ګامونه پورته کوي او د ولسونو د ستونزو د حل لپاره کار کوي.
د افغانستان د خپرندويه ټولنو اتحاديه چې څو کاله وړاندې جوړه شوې، د ټول افغانستان په سطحه ۱۸۰ خپرندويه ټولنې او شاوخوا ۵۰۰ کتاب پلورنځي يې غړيتوب لري چې خپلې چارې د يوې کړنلارې او طرز العمل له مخې پرمخ وړي.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.