د لا ښو خدماتو په موخه د عرایضو او شکایاتو پر طرزالعمل بیا کتنه وشوه
د لا ښو خدماتو وړاندې کولو په موخه د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د اسنادو او اړیکو ریاست د عرایضو او شکایتونو اورېدو معاونیت پر طرزالعمل بیا کتنه وشوه.
د حقوقي، تقنیني او قضايي چارو د رئیس مولوي محمد حنان حقاني په مشرۍ دې جلسه کې د ولس د غږ اورېدو او ستونزو ته يي د رسېدو په موخه پر یاد طرزالعمل هر اړخیز بحث وشو.
دا جلسه چې د غونډو په تالار کې نن سه شنبه د شوال المکرم ۱۹مه/ثور۱۹مه ترسره شوه، د قرآن کریم له تلاوت وروسته د جلسې غړو پر اجنډا بحث وکړ، چې په پایله کې يي ځينې مادې حذف، ځینې سمې او ځينې ورزیاتې شولې.
د عرایضو او شکایتونو اورېدو معاونیت چې د اسنادو او اړیکو ریاست اړوند دی، د عریضو او شکایتونو د اخیستو لپاره ۵۰۰۰ شمېره لري چې د هېواد له ګوټ ګوټه بې له کوم مانع هېوادوال خپله عریضه او شکایت ثبتولی شي.
همدارنګه یاد معاونیت په انلاین برخه کې هم پر یوې تګلارې کار کړی چې په نږدې راتلونکي کې به د انټرنیټ له لارې هم شکایات او عرایض تر لاسه کېدلی شي.
دا جلسه چې پکې د ځينو مادو پر تغیر، سمون او تزیید موافقه وشوه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.