د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معين معرفي شو

د چارو اداراې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ معاون مولوي سيف الدين تائب نن پنجشنبه(د رمضان المبارک ۲۲ مه) د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله د حکم پر اساس شيخ الحديث مولوي زرمحمد حقاني د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مسلکي معين په توګه رسماً ددې وزارت مسؤلينو او کارمندانو ته ورمعرفي کړ.
په دې اړه جوړه شوې غونډه چې پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو په کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شيخ الحديث مولوي نورمحمد ثاقب، د چارو ادارې د څارنې او پاليسۍ معاون مولوي سيف الدین تائب او ددې وزارت مسؤلينو او کارمندانو ګډون کړی و.
په پيل کې د چارو ادارې د څارنې او پاليسۍ مرستيال د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د نوي معين د ټاکنې په اړه د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله حکم ولوست.
ښاغلي تائب پخپلو خبرو کې وويل چې د امير د امر اطاعت د اسلامي امارت د بريا راز دی او هر امارتي مسؤل د امير المؤمنين هدايات او فرامين د زړه له تله مني.
بل لور ته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شيخ الحديث مولوي نور محمد ثاقب وويل چې امير المؤمنين تقوا دار او په کار پوه اشخاصو ته مهم امارتي مسؤليت ورسپاري.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوي ټاکل شوي مسلکي معين شيخ الحديث مولوي زر محمد حقاني د اميرالمؤمنين حفظه الله څخه مننه وکړه چې په نوموړي يې باور کړی دی او زياته يې کړه چې د اړوند وزارت له ټولو برخو سره په همغږۍ به د خلکو لپاره غوره خدمات ترسره کړي.
دغه مجلس په دعا سره پای ته ورسېده.