د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت د پلان او پاليسۍ معين معرفي شو

د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني نن چهارشنبه (د رمضان المبارک ۷مه) د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت د پلان او پاليسۍ نوی معين مولوي شرف الدين مسلم په یاد وزارت کې رسماً معرفي کړ.
ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې وويل چې اوسمهال په هېواد کې امنيت تأمين دی او لازمه ده چې رغنيز بنسټونه په جدي توګه د رغونې په برخه کې کار وکړي او ولسونو ته اسانتيا رامنځته کړي.
د چارو ادارې مالي او اداري مرستيال په دغو مراسمو کې وويل، د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت د امارت يو له مهمو ادارو څخه دی چې خلک يې فعاليتونه له نږدې څخه ګوري.
بل لور ته د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت نوي معين مولوي شرف الدين مسلم د اميرالمؤمنين حفظه الله له لوري پر نوموړي د کړي اعتماد څخه مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د هېواد ابادۍ او پرمختګ لپاره به کار وکړي.
ښاغلي مسلم وويل چې د تېرو کلونو جنګونو زموږ هېواد نړولی او اوس په رښتينې توګه خدمت ته اړتيا لري.
نوموړی چې د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د حکم پر اساس د یاد وزارت د معين په توګه وټاکل شو، وړاندې تر دې له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت د معین په توګه پر دنده بوخت و.
دغه مجلس چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.