د مزار شریف د حرارتي برېښنا د مستقلې د ستګاه پروژې د پلي کېدو د چارو د چټکتیا او د دې پروژې اړندو ادارو او بنسټونو تر منځ د همغږۍ په پار ناسته وشوه.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب د مزار شریف د حرارتي برېښنا مستقلې دستګاه ته په اشارې سره وویل چې دا پروژه د ادارو او بنسټونو ترمنځ د نه همغږۍ له امله په سستۍ سره پر مخ ځي. هغه زیاته کړه چې د پانګونې د اسانتیا واحد د پانګونې د جذب، د اسانتیا رامنځته کولو، د همغږۍ جوړولو او په چټکۍ سره د پروژو د پلي کېدو په پار جوړ شوی دی او دا ناسته هم په همدې موخه د مزارشریف حرارتي برېښنا لپاره ځانګړې شوې ده.

دغه راز د دې پروژې د اړوندو ادارو او بنسټونو مسؤلینو د مزار شریف حرارتي برېښنا پر وړاندې پرتو ستونزو باندې خبرې وکړې او خپل وړاندیزونه یې د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس سره شریک کړل.

د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب ډاډ و رکړ چې د مزارشریف حرارتي برېښنا مستقلې دستګاه د چارو د چټکتیا لپاره لازم اقدامات کیږي او ټول پړاونه به یې په جدي توګه څارل کیږي.