د تدارکاتو روزنيز پروګرام څخه ۲۵ تنه فارغ شول
د چارو ادارې لوی ریاست د کارمندانو کاري وړتيا لوړولو په موخه ددې ادارې د بشري سرچينو رياست له لوري د تدارکاتو اړوند ۱۵ ورځني روزنيز پروګرام څخه د بېلابېلو رياستونو ۲۵ تنه کارکوونکي فارغ شول.
د ياد پروګرام د فراغت په غونډه کې چې نن دوشنبه (شعبان المعظم ۱۳ مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د دې ادارې مالي مرستيال، د بشري سرچينو او خدماتو رئیسانو سربېره يو شمېر نورو مسؤلينو هم برخه اخيستې وه.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني پخپلو خبرو کې وويل چې هر دولتي کارمند ته چې په کومه برخه کې مسؤليت سپارل شوی دی، لازمه ده چې په هغه برخه کې پوره زده کړې ولري، ترڅو خپل مسؤليت په ښه توګه سرته ورسوي.
په پای کې نويو فارغ شويو کارمندانو باندې تصديق ليکونه وويشل شول او دا مجلس چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوی و د خير په دعا سره پای ته ورسېده.