13 کب 1401
د چارو ادارې اوونيزه اداري غونډه وشوه
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه نن شنبه «د شعبان المعظم ۱۱ مه» د چارو ادارې مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ ترسره شوه.
دغه اداري غونډه چې د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رياست رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو برخه اخيستې وه.
په غونډه کې د تېرو غونډو په تعقیب د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رياست په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې معارف وزارت سره په ګډه د مراجعينو ستونزو ته د حل لاره پيدا کړي.
همدا راز په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست خدماتي کارمندانو ته د ديني احکامو د زده کړې او پوهاوي په اړه د روزنيزو پروګرامونو په جوړولو، د ټرانسپورټ او يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.