د اداري اصلاحاتو رئيس؛ دولتي کارمندان بايد له مراجعينو سره ښه چلند ولري

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس مولوي عبدالحنان عارف الله چې د يو پلاوي په مشرۍ باميان ولايت ته تللی، ددې ولايت والي او رئيسانو سره يې وليدل.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس وويل له دغه سفر نه يې هدف په تقنيني اسنادو د پوهاوي او د رهبرۍ او مديريت ترنامه لاندې د روزنيزو پروګرامونو تطبيق او څارنه وه او کارمندانو ته يې له مراجعينو سره د ښه چلند سپارښتنه وکړه.
په پای کې د باميان ولايت رئيسانو او مسؤلينو خپل وړانديزونه او نظريات د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس سره شريک کړل او وروسته د اداري پروسو ساده کولو، د مديريت اساسات، د تقنيني اسنادو د پوهاوي او رهبرۍ په اړه درې ورځنی ورکشاپ د ملکي خدمتونو ادارې کارمندانو ته په دغه ولايت کې پيل شو.