د فرهنګي او ټولنيزو چارو سرپرست د بېلابېلو ورزشي فدراسيونونو استازو سره وليدل

 

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو سرپرست مولوي عبدالباقي منصور د بېلابېلو ورزشي فدراسيونونو له استازو سره وليدل.

په دې اړه غونډه چې نن پنجشنبه «شعبان المعظم ۹مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د شمشېربازۍ، جوجيستو، سکي، رزمي او رګبي فدراسيونونو استازو خپلې ستونزې شريکې کړې.

په غونډه کې د يادو فدراسيونونو استازو د لوبغاړو لپاره د يونيفورم، ورزشي وسايلو، جمنازيومونو، له هېواده بهر سياليو کې د حکومت د ملاتړ او ځینو اقتصادي ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

ورپسې د فرهنګي او ټولنيزو چارو سرپرست مولوي عبدالباقي منصور د ورزشي فدراسيونونو هڅې او لاسته راوړنې وستايلې او زياته يې کړه چې اسلامي شريعت له کمزوري مسلمان نه تکړه مسلمان غوره بللی دی او ورزش يې د انسان د روغتيا لپاره اړين وباله.

ښاغلي منصور دوی ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، څوک چې افغانستان ته وياړونه راوړي، هغه د افغانستان قهرمانان دي او اسلامي امارت د دوی د هڅو قدرداني کوي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.