تائب: د چارو اداره د ظرفیت لوړونې له لارې مسلکي کسان روزي

 

د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ ریاست مرستیال مولوي سیف الدین تائب وايي، یاده اداره د روزنیزو پروګرامونو له لارې غواړي چې ظرفیتونه لوړ کړي او په پایله کې مسلکي کسان ټولنې ته وړاندې کړي.

نوموړي، چې د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو انسټیټیوټ له روزنيز پروګرام څخه د ۵۱ تنو د فراغت په مراسمو کې يې خبرې کولې وویل، کوم کسان چې په تدارکاتي برخه کې وړتيا ولري هغوی کولی شي چې د اړتيا په وخت کې تدارکاتي پړاوونه لنډ او اسانه کړي.

په وینا يې، خو هغوی چې پخپله برخه کې مهارت ونه لري نو له امله يې کاري پروسه ځنډنۍ کېږي، چې د وخت د ضايع کېدو لامل کيږي.

ښاغلي تائب د ملي تدارکاتو ریاست د روزنیز انسټیټیوټ د استادانو هم ستاینه وکړه او د هغوی هلې ځلې يې وستایلې.

په دې مراسمو کې، چې د تدارکاتو د اصولو او کړنلارې اړوند نولسمې او شلمې دورې څخه د ۱۴ وزارتونو او امارتي ادارو د ۵۱ تنو د فراغت په مناسبت برابر شوي و، د ملي تدارکاتو رياست مرستيال شيخ الحديث مولوي عبدالرحيم رحيمي هم خبرې وکړې.

نوموړي وويل، په هر امارتي ا‌رګان کې چې څوک ګمارل کيږي، بايد په اړوندو چارو باندې پوه وي او دا د هر کارمند فريضه ده.

دا مراسم چې د قرآن کریم په تلاوت پیل شوي و، فارغ شویو کسانو ته د تصديق پاڼو په وېشل کېدو او د خیر په دعا پای ته ورسیدل.