له ورزشي فدراسیونونو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه

د تینس، لامبو وهلو، موی تای، جمناستیک او شطرنج ورزشي فدراسیونونو د ستونزو، وړاندیزونو او د حل لارو موندنې په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي چارو ریاست له لوري نن چهارشنبه د (رجب المرجب ۳مه) غونډه جوړه شوه.
د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور وویل، ورزشکاران د هېواد ویاړ راوړونکي دي او اسلامي امارت ورزش او ورزشکارانو ته جدي پاملرنه لري.
هغه ورزشکارانو او د فدراسیونونو مسئولینو سره د ناستو موخه د هغوی ستونزو ته رسیدګي یاده کړه.
د فدراسیونونو مسئولینو د نورو ګډونوالو په استازیتوب د ورزشکارانو د لاسته راوړنو ترڅنګ د یادو فدراسیونونو د ځینو ستونزو په اړه هم خبرې وکړې.
هغوی د دا ډول ناستو جوړېدل موثر وګڼل او ځینې وړاندیزونه یې هم شریک کړل.
ښاغلي منصور ډاډ ورکر، چې د هغوی ستونزې به د افغانستان اسلامي امارت له رهبري سره شریکې کړي.
یاده غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده