د چارو ادارې لوی رئیس؛ اسلامي امارت د هېواد د هرې برخې ولسونو ته د يو شان خدمت اراده لري
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث نورالحق انور وايي چې اسلامي امارت په خپل ولس مهربان دی او د هېواد د هرې برخې ولسونو ته بې توپيره د يو شان خدماتو اراده لري.
شيخ الحديث نورالحق انور نن يکشنبه «جمادی الثاني ۲۹ مه» د ټولګټو وزارت د نوي سرپرست وزير ملا محمد عيسی ثاني د معرفي په غونډه کې وويل چې په اسلامي امارت کې د مسؤلينو ټاکنې د وړتيا له مخې کيږي او مسؤلينو ته دنده غوښتل کيږي نه، مسؤليت ورسپارل کيږي.
نوموړي وويل چې د هېواد په کچه ټاکل کېدونکي مسؤلين زيات مسؤليت لري او بايد يوازې په هغه اعتماد اکتفاء ونه شي چې د مشرتابه له لوري پرې شوی وي، بلکې هر مسؤل بايد خپل فعاليتونه پراخه او له تجربو استفاده وکړي.
ورپسې د ټولګټو چارو نوي سرپرست وزير ملا محمد عيسی ثاني خبرې وکړې او د وزارت له کارمندانو څخه يې د خپل مسؤليت په ښه توګه د سرته رسولو، امانت ساتنې او وخت پابندۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي وويل چې د وزارت د موجودو کارمند او د هېواد ټولو اتباعو سره په ګډه ولس ته د خدمت اراده لري.
دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.