27 غویی 1399
د چارو ادارې لوی رئیس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست سره وکتل

د جمهوري ریاست چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د ارشاد، حج او اوقاف وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم منیب سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د حاجیانو د کمپ او د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د ودانۍ د نشتون او نورو ستونزو په اړه خبرې وشوې.