د اطلاعاتو او کلتور وزارت او کابل ښاروالۍ د لا ښې همغږۍ په موخه غونډه وشوه
د چارو اداې لوی ریاست د ا.ا.ا د ریاست الوزراء د هدایت پر بنسټ د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د کابل ښاروالۍ ترمنځ د ځینو ګډو چارو د لا ښې همغږۍ په موخه غونډه وکړه.
دغه غونډه د دې ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د دفتررئیس قاري عبدالوالي صدیقي په مشرۍ د غونډو په تالار کې وشوه.
د قرآن کریم له تلاوت وروسته د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست معاون نور محمد حیدري ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د اجنډا اړوند جزییات شریک کړل.
دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ ښاري خدماتو معین مولوي خالد سجستاني، د ښاري پراختیا او پلان جوړونې معین پوهنمل صدرالدین تاجیک، د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین عتیق الله عزیزي د یادو ادارو د تاریخي آبداتو رئیسانو او د آغا خان بنیاد استازي ګډون درلود.
د کابل ښاروالۍ ښاري خدماتو معین د ښار د ښکلا او او له ګڼې ګوڼې څخه د مخنیوي او همدا راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین د تاریخي آبداتو د ساتنې او سیلانیانو لپاره د ښار د اصلي څېرې پر ساتنې تاکید وکړ.
د چارو ادارې لوی ریاست د دفتر رئیس قاري عبدالولي صدیقي د ځنو ستونزو د هواري او د لا ښې همغږۍ لپاره، وویل چې ټول نظریات به په لیکلي شکل د وروستۍ پرېکړې لپاره له ریاست الوزراء مقام سره شریک کړل شي.
غونډه د خیر په د عا سره پای ته ورسېده.