د چارو ادراې اونیزه غونډه وشوه
د چارو ادارې عمومي ریاست نن شنبه (جمادی الاول ۱۶مه) خپله اداري غونډه د لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په مشرۍ ترسره کړه.
دغه غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت پیل شوه، ورپسې د ښاغلي شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور اصلاحي بیان وړاندې کړ.
په غونډه کې د چارو ادارې د معاونینو تر څنګ، د بېلابېلو ریاستونو او جانبي واحدونو رئیسانو او مسؤلینو هم برخه اخیستې وه، چې پکې د ذیدخلو ادارو چارو اړوند بحث او پرېکړې وشوې.
په دې اونیزه ناسته کې د تېرې جلسې په تعقیب د معلوماتي ټکنالوژۍ، دفاع او امنیت، دفتر او د سندونو او اړیکو ریاستونو د فعالیتونو او کړنو اړوند خبرې اترې وشوي او د چارو د لا ښه والي په موخه ځینې پرېکړې هم وشوې.
دې غونډه کې ټینګار وشو، چې د چارو د ګړندیتوب په موخه د پرېکړو او تصمیمونو د عملي کېدو په موخه جدي اقدامات ترسره او راپور يي بله ناسته کې شریک شي.
د چارو ادارې اونیزه ناسته چې هره شنبه ترسره کېږي، د خیر په دعا پای ته ورسېده.