د اوسپنې پټلۍ ادارې له يو قزاقستاني شرکت سره تړون لاسليک کړ

 

د هيواد د اوسپنې پټلۍ ادارې د عوايدو او پرسونل د پياوړتيا په موخه پرون دوشنبه «۱۱ جمادی الاول» د قزاقستان هېواد له «منصور فاتح» شرکت سره يو تړون لاسليک کړ.

دغه تړون غونډه او خبري کانفرانس چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړ شوی و، پکې د اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث نورالحق انور هم ګډون کړی و.

شیخ الحديث نورالحق انور غونډې ته په وينا کې وويل، د رياست الوزراء د فرمان او د هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې، بهرنيو چارو، ټرانسپورټ، مالیې او اقتصاد وزارتونو او ملي تدارکاتو ادارې ګډ پلاوي د ملي تدارکاتو له لوري د يو شرکت له لارې د دې پروژې پيل وکړ.

نوموړي وويل چې تېرې ادارې له يو ازبکستاني شرکت سره قرارداد کړی و، چې د پخواني قرارداد په نسبت اوسنی يې د مدیریت، د لګښتونو د‌ کنټرول، عوايدو د راټولولو، د تخنيکي او مسلکي پرسونل د وړتيا لوړولو په برخه کې تر پخواني غوره دی.

بل لور ته د اورګاډي د پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت وويل چې اوسنی قرارداد له داسې يو شرکت سره لاسليک کيږي چې هم په افغانستان او هم په قزاقستان کې نماينده ګۍ لري.

نوموړي وويل چې دا پروژه په ۲۰۱۰ زيږديز کال کې د اسيا پراختيايي بانک د بلاعوضه مرستو او همکاريو په ملاتړ پيل شوې او ټول لګښت يې ۱۵۰ ميليونه امريکايي ډالر اټکل شوی دی.

په غونډه کې د «منصور فاتح» شرکت مرستيال «بیسن بای ميخانوف» د اسلامي امارت څخه مننه وکړه چې پر دوی يې باور کړی او زياته يې کړه چې په ټول توان او هڅو به د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې کارمندان په مسلکي توګه وروزي.

غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.