سلګونه تنه کارکوونکي د ظرفیت لوړولو له پروګرام نه فارغ شول

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ظرفیت لوړولو پروګرامونه جوړ کړل.
په دې پروګرامونو کې د دولتي ادارو د دویمو واحدونو رئیسانو او کارکوونکو برخه اخیستې وه.
په یادو پروګرامونو کې د تقنیني اسنادو د پوهاوي، د اداري مکتوب لیکنې، د اداري مراسلاتو لارښود، رهبرۍ، د مدیریت اساسات، پلان جوړونه، اړیکي او همغږي او د اجراتو د ارزونې په برخه کې روزنه ورکړل شوه.
د یادو روزنیزو پروګرامونو ګډون کوونکو چې په دې وروستیو کې په ولایتونو کې د دولتي ادارو په دویمو واحدونو کې ګومارل شوي، د دا ډول پروګرامونو جوړول ګټور وبلل او پر دوام یې ټینګار وکړ.