شيخ الحديث نور الحق انور: معياري روغتيايي خدمات د اسلامي امارت له لومړيتوبو څخه دي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست رئيس شيخ الحديث نور الحق انور نن سه شنبه (د ربيع الثاني ۲۷ مه) د افغانستان طبي شورا د نوي سرپرست د معرفۍ په غونډه کې وويل چې معياري روغتيايي خدمات د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه دي او اسلامي امارت له لومړي وخته دې برخې ته پاملرنه کړې ده.
شيخ الحديث نور الحق وويل چې د اسلامي امارت له حاکميت وروسته يو شمير دولتي ادارې لغوه شوې خو د طبي شورا په شمول يو شمير نورې ادارې ځکه مستقلې پاتې شوې، ترڅو په ښه توګه ولس ته خدمت وکړي او ياده اداره د انسانانو روغتيا او صحت پورې اړه لري چې دا يو مهم هدف دی.
نوموړي وويل چې تر دې وړاندې دلته يو شمير خلکو د افغانانو د روغتيا د له منځه وړلو په موخه خپل ځانونه شتمن کړل، غير معياري درمل يې وارد کړل، خو اسلامي امارت د افغانانو د روغتيا په اړه جدي دی او هڅه کوي چې افغانانو ته په کور دننه داسې روغتيايي خدمات برابر کړي چې د نورو هيوادونو له احتياجه خلاص شي.
غونډې ته د طبي شورا نوي سرپرست ډاکټر ګل محمد عثماني هم په خپلو خبرو کې ياده شورا يوه مهمه او ارزښتناکه اداره وبلله او زياته يې کړه چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري ورباندې باور شوی دی او دوی به د خپلو همکارانو په هڅو خپل خدمات په ښه توګه سرته ورسوي.
ښاغلي عثمان وويل چې د افغانستان طبي شورا په خپل تشکيل کې د کار وړ او مسلکي خلک لري او د دوی له وړتياوو څخه په استفاده به هڅه وکړي ترڅو طبي شورا پخپلو پښو ودروي.
دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.