د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د روغتيايي محصولاتو د توليد اتحاديې له استازو سره وليدل

 

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور د درملو او روغتیايي محصولاتو د توليد له استازو سره وليدل.
دغه غونډه چې نن دوشنبه (ربيع الثاني ۲۶ مه) د چاور ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، پکې د درملو او روغتيايي محصولاتو د توليد اتحاديې استازو خپلې ځينې ستونزې او نظرونه شريک کړل.
د يادې اتحاديې استازو غوښتنه وکړه، چې د چارو د معياري کولو په اړه دې ښه نظارت وشي خو د خصوصي سکتور د پياوړي کولو لپاره دې له دوی سره مرسته او همکاري وشي.
په غونډه کې د درملو او روغتيايي محصولاتو د اتحاديې بېلابېلو غړو وويل، افغانستان دا وړتيا لري چې د سيمې له هيوادونو سره د درملو په برخه کې سيالي کړي خو په وينا يې چې دا هغه وخت ممکنه ده چې حکومت يي د ځینو ستونزو د حل په برخه کې مرسته وکړي.
په پای کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور په روغتيايي برخه کې د يادې اتحاديې د خدماتو د قدردانۍ ترڅنګ وويل، اسلامي امارت د يو مسؤل حکومت په توګه د خپل ملت خدمت ته ژمن دی او دا خپله ديني او انساني وجيبه ګڼي.
په وینا يي په روغتيايي برخه کې شته ستونزې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت له رهبرۍ سره شريکې شوې دي او د حل لپاره يي په يوه طرحه کار روان دی.
نوموړ تینګار وکړ، چې د جنګ ځپلي افغانستان بيا جوړولو لپاره بايد ټول لاس په کار شو او خپل ولس ته هوساينه راوړو.
د غونډې په پای کې د ځینو ستونزو د حل ژمنه او د خیر دعا وشوه.