د چارو ادارې لوی رياست د مقررې څېړلو ته پلاوی وټاکل شو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه نن يکشنبه (د ربيع الثاني په ۲۵ مه نېټه) د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه.
دا غونډه چې د قرآنکريم په تلاوت پيل شوه پکې د چارو ادارې د بېلابېلو رياستونو او جانبي واحدونو مسؤلينو برخه اخيستې وه او د تېرو غونډو په تعقيب په کې يو شمېر پرېکړې وشوې.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د مقررې د تعديل، ایزاد او حذف په اړه د چارو ادارې د حقوقو رئيس په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، تر څو ياده مقرره وڅيړي او د تعديل، ايزاد او حذف په اړه يې موضوعات په نښه کړي.
همدا راز د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو د رئيس په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د ښارواليو لوی رياست د انحلال له امله د ياد رياست بودجه، وسايل او تجهيزات ثبت او د چارو ادارې لوی رياست ته يې وسپاري.
په دې اداري غونډه کې ولايتونو ته د څېړنې او ارزونې په موخه د چارو ادارې د پلاويو د سفر په اړه هم بحث وشو ترڅو ټاکل شوي پلاوي د خپلو فعاليتونو د ترسره کولو لپاره ولایتونو ته سفر وکړي او د اروزنې پايلې د چارو ادارې لوی رياست ته وسپاري.
یاده ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.