د کابینې ۱۳مه غونډه؛ د نشه‌يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې کړنلاره څېړل کېږي

 

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ناسته کې د نشه‌يي توکو او مسکراتو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې د ګډې کړنلارې د څېړلو پرېکړه شوې، چې ټاکل شوی پلاوی يې باید پایله د شرعي اړخونو له روښانولو وروسته د ریاست الوزراء له مقام سره شریکه کړي.

دغه ناسته چې د روان هجري قمري کال ۱۳مه غونډه وه، د ښاغلي رئیس الوزراء‌ الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د ربیع الثاني پر پنځمه (لړم ۹مه) ترسره شوه، چې د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ملي دفاع، ماليې او کورنیو چارو وزارتونو او د چارو ادارې لوی ریاست د لوړ رتبه غړو په ګډون پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د مسلخ دولتي شرکت د فعالیت او دفاعي او امنیتي ارګانونو ته د غوښې چمتو کولو موضوع وڅېړي او پایله يې د ریاست الوزرا‌ء مقام ته وړاندې کړي.

همدارنګه پرېکړه وشوه، چې اقتصادي کمیسیون به د سوداګرۍ وزارت له خوا د خصوصي سکتور د ودې په موخه د ملاتړ صندوق، د صادراتو د اسانتیا لپاره طرحه، د روب جوړولو او رومي بانجانو د کرلو موضوع ګانې په هر اړخیز ډول وڅېړي او پایلې به يې له کابینې سره شریکې کړي.

د کابینې په دې ناسته کې د لغوه شویو ادارو د پورونو څېړلو موضوع د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور په مشرۍ پلاوي ته وسپارل شوه او دغه راز د آمو سیند نفتي حوزې اړوند راپور او د قرارداد بيا تړون غوښتنه تائید او د فعالیت دنده د کانونو او پټرولیم وزارت ته وسپارل شوه.

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دا ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.