د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د څلورو ورزشي فدراسیونونو له مسؤلینو سره ولیدل
د ووشو، پینګ پانګ، زورخانهی او فول رزم ورزشي فدراسیونونو او ورزشکارانو سره د هغوی د ستونزو په تړاو جلسه، د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست په کوربه توب ترسره شوه.
د قرآن کریم له تلاوت وروسته د یاد ریاست معاون نور محمد حیدري د ښه راغلاست تر څنګ، د جلسې د اجنډا اړوند معلومات شریک کړل او د ورزشکارانو د فعالیتونو ستاینه يي وکړه.
د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور په خبرو کې د دې ډول ناستو هدف د ورزش او ورزشي فدراسیونونو په برخه کې د لا ښه پرمختګ او د ځينو ستونزو حل یاد کړ.
په غونډه کې د یادو فدراسیونونو رئیسانو احمد جاوید شرافي، بلبل شاه خالد، اقبال احمد منوچهر او فرید احمد رضايي د نورو ورزشکارانو په استازیتوب د ورزشي فعالیتونو، لاسته راوړنو او ځینو ستونزو اړوند خبرې وکړې.
دوی د ورزش او المپیک ملي کمېټې له رهبري د منني او خوښي ترڅنګ یاده کړه، چې په ولایاتو کې معیاري ورزشي ځایونه نه لري او په وینا يي د ملي لوبغاړو لپاره عصریه خورا کمه ورکول کېږي.
ښاغلي منصور دوی ته ډاډ ورکړ، چې شریکې شوې ستونزې يې لیکلې او د حل په موخه به يي له رهبري سره شریکې کړي.
دا ناسته چې نن سه شنبه (د ربیع الثاني ۶مه) د چارو ادارې د ناستو په تالار کې وشوه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.