د کمیابو حیواناتو او مرغانو د ساتنې په موخه غونډه جوړه شوه
د کمیابو حیواناتو او مرغانو د ساتنې لپاره نن د (ربیع الثاني ٥مه) د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس له لوري، د چارو ادارې د دفتر رئيس قاري عبدالولي صدیقي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسئولینو په ګډون د دې ادارې په مقر کې غونډه وشوه.
غونډه د قران عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د چارو ادارې لوی ریاست د دفتر رئیس قاري عبدالولي صدیقي د کمیابه حیواناتو او مرغانو په اړه د ریاست الوزرا هدایت ولوست او په هېواد کې د حیواناتو او مرغانو د ساتنې په ارزښت یې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ معین داکټر ذین العابدین عابد د موضوع په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه د افغانستان حکومت د نادرو حیواناتو او مرغانو په ساتنه کې د نړیوالو کنوانسیونونو پر وړاند متعهد دی.
همدرانګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د ملي او نړیوالو سیاحینو د جلبولو د فرهنګ په څرنګوالي او له دې لارې د عوایدو په لوړوالي هم خبرې وکړې.
د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له استازو وغوښتل ترڅو د کمیابه حیواناتو او مرغانو د ساتنې او د ښکار د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه د مکتوب له لارې چارو ادراې ته واستوي تر څو يي د پرېکړې لپاره له ریاست الوزرا مقام سره شریک کړي.
دغه غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده