د زابل ولایت د شملزو ګمرک د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصادي کمیسیون د لومړۍ پرېکړې د دوهم بند د تطبیق په موخه د چارو ادارې لوی ریاست د ناستو په تالار کې د همغږۍ غونډه وشوه.
دا غونډه چې نن یکشنبه د ربیع الثاني ۴مه د قرآن کریم د آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، د چارو ادارې د پالیسۍ او څارنې معاون مولوي سیف الدین تائب يي مشري کوله او د کابینې د چارو د همغږۍ ریاست له لوري رابلل شوې وه، چې د اړوندو ادارو استازو پکې هم برخه درلوده.
له تلاوت وروسته ښاغلي مولوي سیف الدین تائب د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، د کابینې د مصوبې او د اقتصادي کمیسیون د پرېکړې پر بنسټ اړتیا ده ترڅو اړوندې ادارې د زابل ولایت شملزو ولسوالۍ کې د ګمرک جوړېدو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي، چې د نظرونو تر توحید وروسته یې عملي چارې پیل شي.
غونډه کې د بېلابېلاو ادارو معینانو او رئيسانو خپل وړاندیزونه او نظرونه مطرح کړل او له بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د اراضي تثبیت او مالیې وزارت ته یې د سپارلو چارې پیل کړي.
همدارنګه د کور او ښارجوړونې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د اراضي له تثبیت وروسته دې د ګمرک ډیزاین او طرح جوړه او اړوندې کمېټې ته وسپاري.
په پای کې ټولو اړوندو دولتي ادارو ته دنده وسپارل شوه، چې د کابینې د مصوبې او د اقتصادي کمیسیون له پرېکړې سره سم دې خپلو امکاناتو ته په کتو او د کور او ښار جوړونې وزارت سره په همغږۍ د اړتیا وړ تاسیساتو عملي چارې پیل کړي.
دغه غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده