جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ ډاکټر محمد رفیع پوپل په مافوق بست کې د دغې ادارې له قانون څخه د څارنې او ساتنې د مرستیال په توګه وټاکل

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ ډاکټر محمد رفیع پوپل په مافوق بست کې د دغې ادارې له قانون څخه د څارنې او ساتنې د مرستیال په توګه وټاکل شو.
ښاغلی پوپل نن د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي لخوا د دغې ادارې کارکوونکو ته ور پيژندل شو.
ښاغلي پوپل د ډاکټر فضلي له باور څخه په مننې وویل، دغې دندې ته د قدرت نه بلکې د یو مسوولیت په سترګه ګورم او په حکومتي سیستم کې چې ولس د کوم مثبت تغییر تمه لري، له خپل ځان او خپلې ادارې څخه به یې پيل کړو او خپلې دروازې به د ولس پر وړاندې پرانیستې ساتو.
ښاغلي پوپل يو ماسټري په بين المللی همکارۍ او بشري مرستو کې له هسپانیې او بله ماسټري د کابل طبي پوهنتون څخه د عامې روغتيا د مديريت په برخه کې لري. هغه په نړيوال بانک، د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره د کار ۱۳ کلنه تجربه لري.