مونیکا: د ا.ا.ا د فساد پر وړاندې مبارزه کې بریالی دی
په کابل کې د ملګرو ملتونو له لوري د قانون د حاکمیت د دفتر مشره مونیکا مانتین وایي د ا.ا.ا له فساد سره مبارزه کې بریالی دی او د فساد کچه یې خورا ټیټه کړې ده.
نوموړې د چارو ادارې لوی ریاست د دفتر رئیس قاري عبدالولي صدیقي سره ناسته کې یادې څرګندونې وکړې.
دا ناسته چې نن چهارشنبه د ربیع الاول په دویمه د چارو ادارې لوی ریاست کې وشوه، پکې د یادې ادارې د فساد پر وړاندې د مبارزې ریاست، د مطبوعاتو ریاست او دعوت ارشاد ریاست د مسؤلینو تر څنګ د روڼتیا د څار بنسټ غړو هم برخه اخیستې وه.
اغلې مونیکا دا د مخه ښې ناسته وبلله او په وینا یې دا به نړۍواله ټولنه دې ته وهڅوي چې د فساد د مخنیوي برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
ښاغلي صدیقي نوموړې ته د ښه سفر د هیلې تر څنګ یاده کړه چې اسلامي امارت د فساد پر وړاندې د قانوني چوکاټونو تر څنګ د ذهنیت سازۍ او له دې پدیدې سره د شعوري مبارزې لپاره دعوتي هڅې هم کوي.
د نوموړي په وینا د اسلامي امارت د نظامي محکمې فعالیت او همدارنګه د شکایاتو اورېدو کمیسیونونو جوړښت په همدې موخه دی چې له فساده پاکه حکومتولي ولرو.
د چارو ادارې لوی ریاست د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبیدالله احرار یادونه وکړه چې یاد ریاست نه یوازې د فردي تقوا، بلکې د ټولنیز سمون او ذهنیت سازۍ لپاره کار کوي.
یاده ناسته کې د روڼتیا د څار سازمان مدیر عزیز فیضي د فساد پر وړاندې د دولت مبارزه وستایله او وړاندیز یې وکړ چې دوی هم په دې برخه کې له افغان دولت سره ګډ کار ته تیار دي.
یاده دې وي دې ناسته کې اغلې مونیکا مانتین ژمنه وکړه چې نړۍوالو ته به د افغانستان هغه تصویر وړاندې کوي، چې په وینا یې فساد پکې خورا ښکته درجې ته رسېدلی دی.