د کابل ښاروالۍ د ۱۷مې او ۱۸مې ناحیې له استازو سره غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور د کابل ښاروالۍ د ۱۷مې او ۱۸مې ناحیې د ګذر وکیلانو، علماوو او متنفذینو سره نن چهارشنبه د ربیع الاول دریمه وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.
دغه غونډه چې د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د کابل ښاروالۍ د ولسي چارو د انسجام رئیس مولوي محمد ناصر کبیري د ګذر وکیلانو د دندو او مسئولیتونو په اړه خبرې وکړې.
هغه وویل: د ناحیو او ګذر وکیلانو دنده د یو همغږي کوونکي او اسانتیا برابرونکي ده چې د خلکو او دولتي ادارو تر منځ یې لري او باید خپل وجایب او مسئولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.
ورپسې د ۱۷مې ناحیې په استازیتوب نظر محمد فیضي خبرې وکړې او په ۱۷مه ناحیه کې یې ځوانانو ته د کار زمینه برابرېدل، د سړکونو، کوڅو او فرعي لارو د قیر او جغل اچولو، د څښاک اوبو کمبود او د روغتونونو نشتوالی ددې ناحیې له لویو ستونزو څخه وبللې.
په همدې وخت کې د ۱۸مې ناحیې استازي سید محمد وثیق وغوښتل چې د پاکو اوبو کمبود او د روغتون نشتوالی او د ښاري نظافت ستونزو ته یې رسیدګي وشي.
غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدلباقي منصور د یادو ناحیو ستونزو ته د رسیدګۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د خلکو ستونزو د حل په موخه متعهد دی او مونږ تل هڅه کوو چې په پوره مسئولیت پزیرۍ خپلې دندې ترسره کړو.
ښاغلي منصور په دغه ناسته کې وویل چې د اسلامي امارت د ناحیو استازي دنده لري چې د ولسونو د ستونزو د هواري او همغږي په موخه په پوره ایماندارۍ او زیار سره کار وکړي.
هغه د بشردوستانه مرستو په اړه وکیلانو ته وویل د هغو کسانو کورنیو او کسانو نومونه چې مستحق دي په لیست کې ونیسي او مستحقې کورنۍ خپل لومړیتوب کې وټاکی.
د غونډې په پای کې د ۱۷ مې او ۱۸ مې ناحیو استازو د افغانستان د اسلامي امارت نظام د بنسټونو د پیاوړي کولو هوډ څرګند کړ.
غونډه د هېواد او خلکو د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.