د چارو اداره؛ مولوي محمد اکرم نعماني د کابینې د چارو د انسجام ریاست مرستیال شو

د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د کابینې د چارو انسجام او شوراګانو ریاست کې، ښاغلی مولوي محمد اکر نعماني د مرستیال په توګه وټاکل شو، چې نن يې د معرفي مراسم ترسره شول.
دغه مراسم چې په یاد ریاست کې ترسره شول، د قرآن کریم په تلاوت پیل او ورپسې د کابینې چارو د انسجام ریاست رئیس قاري عبدالستار سعید د ښاغلي نعماني د پېژندنې او کاري تجربې اړوند خبرې وکړې.
نوموړي وویل، ښاغلي نعماني چې د شوراګانو د مرستیال په توګه ګمارل شوی، تر دې وړاندې په ګڼو اداري او فرهنګي برخو کې فعالیتونه ترسره کړي.
نوموړي د عصري زده کړو تر څنګ دیني زده کړې بشپړې کړې او د لیکوالۍ په برخه کې يې د خورو ورو خپرو شویو لیکنو تر څنګ چاپي اثار هم موجود دي او ښه قلم لري.
ښاغلي نعماني په خپلو خبرو کې د دې دندې ورسپارل یو مسؤلیت یاد کړ او په همکارانو يې د لا همغږۍ، همکارۍ او ګډ کار غږ وکړ.
د نوموړي په خبره دا هېواد پر ټولو حق لري او د دندو په سرته رسولو کې هیڅوک پر بل امتیاز نه لري، بلکې مهمه دا ده چې د همکارۍ روحیه لا پياوړې کړو.
دغه د معرفۍ ناسته چې نن یکشنبه (صفرالمظفر ۲۸مه) برابره شوې وه، په دعا سره پای ته ورسیده.