د مقدماتي رهبرۍ او ادارې له روزنيز پروګرام څخه سل تنه فارغ شول
د ا.ا.ا چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو رياست له لوري د مقدماتي رهبرۍ او ادارې روزنيز پروګرام پای غونډه نن د پنجشنبې په ورځ ( د صفر المظفر ۲۵ نېټه) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو انسټيټيوټ د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
دا غونډه چې د قرآنکريم په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د ملکي خدماتو د انسټيټيوټ رئيس مولوي عبدالرحيم احسان د غونډې ګډونوالو ته د مقدماتي رهبرۍ او ادارې د پروګرام په اړه معلومات ورکړل او له دغه پروګرام څخه تازه فارغ شويو کارمندانو څخه يې وغوښتل چې خپلې چارې په اخلاص او امانتدارۍ سرته ورسوي.
هغه زياته کړه چې په چارو کې د پرمختګ لپاره ښه اراده او تخصص ته اړتيا ده او ددې روزنيز پروګرام څخه فارغ شوي بايد له خپلو وړتياوو نه په استفادې خپلې چارې پرمخ يوسي.
همدا راز د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکی خدماتو رئيس مولوي عبدالحنان عارف الله هم د ياد پروګرام په ارزښت خبرې وکړې او زياته يې کړه چې اسلامي امارت کې مسؤليت يو امانت دی چې بايد دا امانت په اخلاص او تقوا سرته ورسوو.
نوموړي په دې روزنيز پروګرام کې د ملکي خدماتو د انسټيټيوټ د استادانو او همکارنو د هڅو او خدماتو نه مننه وکړه او فارغانو ته يې په ښه توګه د خپلو مسؤليتونو د سرته رسولو هيله څرګنده کړه.
بل لور ته د تازه فارغ شویو په استازيتوب مفتي احسان الله ابو الفيضان هم خبرې وکړې او دغه روزنيز پروګرام يې د دولتي کارمندانو د کاري وړتیا د پياوړي کولو په برخه کې مؤثر وباله.
د یادونې وړ ده چې د ملکي خدماتو انسټييټوټ د دولتي کارمندانو د روزنې پروګرامونه پرمخ وړي چې تر دا مهاله يې سلګونو دولتي کارمندانو ته د کاري وړتيا د لوړاوي په برخه کې روزنه ورکړې ده.
د نن ورځې دا مراسم ۱۰۰ تنو تازه فارغ شویو کارمندانو ته د مقدماتي رهبرۍ او ادارې تصديق ليکونه ورکړل شول او دا مجلس د خير په دعا سره پای ته ورسېده.